کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران: د امريکا او اسرا... ګډو بريدونو کې نږدې ۲۰۰۰ وګړي وژل شوي

د ايران د عامې روغتيا وزارت ويلي، پر دغه هېواد د امريکا او اسرا... د بريدونو له پيل راهيسې ۱۹۳۷ تنه وژل شوي دي. الجزيرې د ياد وزارت له قوله په يوه راپور کې ويلي، يادو قربانيانو کې ۲۴۰ ښځې او ۲۱۲ ماشومان هم شامل دي. هممهاله بيا په همدې بريدونو کې د څلو زره ښځو او شپږ زره او ۶۲۱ ماشومانو په ګډون ۲۸ زره او ۸۰۰ تنه نور ټپي…

2026-03-26 08:10 197۱ دقیقې لوستل
ايران: د امريکا او اسرا... ګډو بريدونو کې نږدې ۲۰۰۰ وګړي وژل شوي

د ايران د عامې روغتيا وزارت ويلي، پر دغه هېواد د امريکا او اسرا... د بريدونو له پيل راهيسې ۱۹۳۷ تنه وژل شوي دي.

الجزيرې د ياد وزارت له قوله په يوه راپور کې ويلي، يادو قربانيانو کې ۲۴۰ ښځې او ۲۱۲ ماشومان هم شامل دي.

هممهاله بيا په همدې بريدونو کې د څلو زره ښځو او شپږ زره او ۶۲۱ ماشومانو په ګډون ۲۸ زره او ۸۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

ياد بريدونه چې د تېرې فبرورۍ مياشتې په ۲۸مه پيل شوي لا هم روان دي.

دغه بريدونو کې د ايران د مذهبي مشر په ګډون ګڼ نظامي چارواکي هم ووژل شول.

هاخوا بيا اسرا... کې هم له پنځه زرو ډېر وګړي ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ايران نن شپې ځله په اسرا... او سيمه کې د امريکا په اډو بريدونه کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب