کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران: د جګړې له پيل راهيسې مو ۸۰۰ امريکايي او څه باندې ۱۳۰۰ تنه اسرا... سرتيري وژلي

د ايران د پوځ وياند ويلي، د جګړې له پيل راهيسې یې تراوسه ۸۰۰ امريکايي سرتيري وژلي او پنځه زره نور يې ټپيان کړي، دغه راز يې ۱۳۲۱ تنه اسرايلي سرتيري هم وژلي دي. سرچینه زياتوي، ياده جګړه کې يې سیمه کې د امريکا ۱۷ اډې هم له منځه وړي او پکې مېشت پوځیان د استوګنې لپاره هوټلونو ته تللي دي. سرچینې دغه راز خبرداری ورکړی، چې که…

2026-03-27 02:27 273۱ دقیقې لوستل
ايران: د جګړې له پيل راهيسې مو ۸۰۰ امريکايي او څه باندې ۱۳۰۰ تنه اسرا... سرتيري وژلي

د ايران د پوځ وياند ويلي، د جګړې له پيل راهيسې یې تراوسه ۸۰۰ امريکايي سرتيري وژلي او پنځه زره نور يې ټپيان کړي، دغه راز يې ۱۳۲۱ تنه اسرايلي سرتيري هم وژلي دي.

سرچینه زياتوي، ياده جګړه کې يې سیمه کې د امريکا ۱۷ اډې هم له منځه وړي او پکې مېشت پوځیان د استوګنې لپاره هوټلونو ته تللي دي.

سرچینې دغه راز خبرداری ورکړی، چې که خليجي هېوادونه امريکايي اډې له خپلو هېوادونو ونباسي، د ايران بريدونه به نور هم سخت شي.

نوموړي زياته کړې، د امريکا F_35 الوتکې هم خوندي نه دي او ايران یې د غورځولو وړتيا لري.

ياده چې وي، چې د ايران پوځ خبرداری ورکړی، چې هرمز تنګی به هم د پخوا په څېر پاتې نه وي او نوې بڼه به خپله کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب