کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران د دوبۍ په سواحلو کې د کويټ د تېلو يو ټانکر په نښه کړی

رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې ايران د دوشنبې په ورځ د دوبۍ سواحلو ته نږدي د کويټ د السلمي په نوم د خامو تېلو وړونکي ټانکر باندې بريدونه کړي دي. راپور کې راغلي، دغه بريدونه د ډرون الوتکو په واسطه شوي، چې له امله يې ياد‌ ټانکر اور اخيستی. د کويټ دولتي خبري اژانس د معلوماتو پر اساس، دغه ټانکر شاوخوا دوه میلیونه بېر…

2026-03-31 04:14 498۱ دقیقې لوستل
ايران د دوبۍ په سواحلو کې د کويټ د تېلو يو ټانکر په نښه کړی

رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې ايران د دوشنبې په ورځ د دوبۍ سواحلو ته نږدي د کويټ د السلمي په نوم د خامو تېلو وړونکي ټانکر باندې بريدونه کړي دي.

راپور کې راغلي، دغه بريدونه د ډرون الوتکو په واسطه شوي، چې له امله يې ياد‌ ټانکر اور اخيستی.

د کويټ دولتي خبري اژانس د معلوماتو پر اساس، دغه ټانکر شاوخوا دوه میلیونه بېرله تېل انتقالول چې ارزښت یې له ۲۰۰ میلیونه ډالرو څخه ډېر وو.

د کويټ دتیلو شرکت ويلي، چې دغه ټانکر د بريد له امله تېلو بيې لوړې شوې چې اوس مهال يې دزیان ارزونه روانه ده. 

همدې حال کې بیا په امریکا کې تر درې کلونو وروسته د پېټرلو منځنۍ بیه په هر ګیلن کې څلور ډالره لوړه شوې.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب