د بشري حقونو سازمان "هنګاو" وايي، ایران له ۲۰۲۵ کال راهیسې تر اوسه ۸۵ افغان بندیان اعدام کړي دي.
یاد سازمان زیاتوي، چې تازه پېښه کې د بسمالله تاجک په نوم یو افغان د بندر عباس په زندان کې د نشهيي توکو د قاچاق په تور اعدام شوی دی.
ياد سازمان دغه راز زیاتوي چې، ډېری اعدام شوي افغانان د مخدره موادو قاچاق یا عمدي قتل په قضیو کې نیول شوي وو.
په ٢٠٢٤ کال کې هم ۸۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي وو.
د بشري حقونو سازمانونو په وار وار له ایرانه غوښتي، چې د اعدام سزاوې ختمې کړي؛ او په خپل عدلي قضایي نظام کې اصلاحات راولي.
ايران د روان کال له پيل راهيسې ۸۵ افغانان اعدام کړي
د بشري حقونو سازمان "هنګاو" وايي، ایران له ۲۰۲۵ کال راهیسې تر اوسه ۸۵ افغان بندیان اعدام کړي دي. یاد سازمان زیاتوي، چې تازه پېښه کې د بسم‌الله تاجک په نوم یو افغان د بندر عباس په زندان کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوی دی. ياد سازمان دغه راز زیاتوي چې، ډېری اعدام شوي افغانان د مخدره موادو…




