کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران: زمونږ پر وړاندې هر ډول برید په ټوله معنا جګړه ده

 رويټرز د يوه لوړ پوړي ايراني چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې ايران پر خپل هېواد بريد په «ټوله معنا» جګړه بولي او ورته وخت کې يې د سخت ځواب ورکولو خبره کړې ده. سرچينې ليکلي، دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي، چې د امريکا لويې پوځي بېړۍ منځني ختيځ ته د رسېدو په حال کې دي او همدې حال کې بیا د ايران پوځ د…

2026-01-23 23:33 205۱ دقیقې لوستل
ايران: زمونږ پر وړاندې هر ډول برید په ټوله معنا جګړه ده

 رويټرز د يوه لوړ پوړي ايراني چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې ايران پر خپل هېواد بريد په «ټوله معنا» جګړه بولي او ورته وخت کې يې د سخت ځواب ورکولو خبره کړې ده.

سرچينې ليکلي، دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي، چې د امريکا لويې پوځي بېړۍ منځني ختيځ ته د رسېدو په حال کې دي او همدې حال کې بیا د ايران پوځ د يوې لويې جګړې لپاره تياری نيسي.

دغه ايراني چارواکي ويلي، بريد که هر ډول وي؛ خو چې د ايران پر وړانډې طرحه شوی وي، په ټوله معنا جګړه ده.

همدې حال کې ټرمپ هم ويلي وو، د ايران په طرف يې جنګي بېړۍ روانې کړي، خو هيله يې څرګنده کړې چې اړ نه شي، ترڅو استفاده ترې وکړي.

هاخوا بیا د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هم ويلي، معلومات یې ښيي چې ښايي اسرا... يو ځل بيا پر ایران بريد وکړي.

د يادونې وړ ده، چې ايران ويلي، که امريکا پرې بريد وکړي؛ نو سیمه کې به يې ټولې اډې اور لاندې ونيسي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب