کابل (کوه نور ۳۰ سرطان ۱۴۰۴):
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي خبر ورکړی دی چې دغه هېواد له درېيو اروپايي هېوادونو انګلستان، جرمني او فرانسې سره د ترکيې په کوربه توب د اټومي پروګرام په اړه خبري کوي.
ايراني رسنيو د بقايي له قوله ويلي، دغه خبرې به راتلونکې جمعه د ترکيې استانبول ښار کې پيل شي.
ايران له اروپايي هېوادونو سره د خبرو لپاره داسې مهال چمتوالی اعلانوي چې له دې وړاندې ځينو اروپايي هېوادونو ويلي وو، که دغه هېواد خبرو ته حاضر نشي، نو نړيوال بنديزونه به پرې ولګول شي.
دغه خبرې به د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو په کچه ترسره شي.
د دغه مذاکراتو د پيل خبر داسې مهال ورکول کيږي چې اسرا... او امريکا په ګډه د ايران اټومي تاسيسات په نښه کړل.
که سه هم هماغه مهال د ايران او امريکا ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر مذاکرات روان وو، خو پر دغه هېواد له بريد وروسته ایران اعلان وکړ چې له امريکا سره مذاکرات نهکوي.
ورته مهال بيا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرايلو لومړي ويلي، اجازه نه ورکوي چې ايران دې اټومي وسلو ته لاسرسی ولري، خو د ايران مذهبي رهبر بيا ويلي چې ايران په دې برخه کې د چا اجازې ته اړتيا نلري.
د يادونې وړ ده چې امريکا د ايران درې لويې اټومي اډې نطنز، اصفهان او فوردو اډو د B_2 الوتکو په واسطه بريد وکړ او ادعا يې وکړه چې دغه اډې يې په بشپړ ډول له منځه وړي، خو ايران دغه ادعا رد کړه.




