کابل (کوهنور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴):
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، اسرايل هيڅ حد او حدود نه پېژني او له کنټرول وتلي دي.
سرچينې ليکلي، اسرايل يوازې د زور په ژبه پوهيږي او له دغه هېواد د خلاصون يوازينۍ لار د ياد هېواد پر وړاندې د سيمې د هېوادونو يووالی دی.
ايران دغه راز ويلي، معلومه نده چې د اسرايلو راتلونکی هدف کوم هېواد دی، خو اوس مهال له سوريې بشپړ ملاتړ کوو.
سوريې نن د دغه هېواد پلازمیېنه دمشق کې د ياد هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ او دفاع وزارت په نښه کړ.
سوريې تراوسه اسرايلو ته ځوابي غبرګون ندی ښودلی.
اسرايلو ويلي، تر هغې چې سوريايي ځواکونه له سويدا ښار څخه نه وي وتلي، بريدونه پای ته نه رسوي.
د يادونې وړ ده چې سويدا ښار کې د بدوي او دورزي ډلو ترمنځ هم جګړه روانه ده چې له ۲۵۰ تنو ډېر پکې وژل شوي.




