کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران: مونږ پر متحده عربي اماراتو بريد نه دی کړی

ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه وياند ابراهيم ذوالفقاري په د متحده عربي اماراتو باندې د وروستیو توغندیزو او ډرون بریدونو کول رد کړې دي.   ذوالفقاري ویلي، چې ايران هېڅ داسې عملیات نه دي کړي، او که کوم عمليات کوي هغه به په ښکاره او رسمي ډول اعلانوي. نوموړی زياتوي، د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت تورونه بې&zwnj…

2026-05-06 03:45 73۱ دقیقې لوستل
ايران: مونږ پر متحده عربي اماراتو بريد نه دی کړی

ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه وياند ابراهيم ذوالفقاري په د متحده عربي اماراتو باندې د وروستیو توغندیزو او ډرون بریدونو کول رد کړې دي.

 

ذوالفقاري ویلي، چې ايران هېڅ داسې عملیات نه دي کړي، او که کوم عمليات کوي هغه به په ښکاره او رسمي ډول اعلانوي.

نوموړی زياتوي، د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت تورونه بې‌اساسه دې او دغه بريدونه د ايران پورې هيڅ تړاو نه لري.

 ذولفقاري خبرداری ورکړی، که د اماراتو له خاورې پر ایران برید ترسره شي، نو د ایران له لوري به قاطع او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي.

 هغه له ابوظبۍ غوښتلي، چې امریکا او اسرایيلو ځواکونو ته بايد اجازه ورنکړي چې دايرن پر ضد د دوی خاورې څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې ایران د دغه هېواد د فجیره د تېلو پر زېرمو د ډرون بریدونه کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب