کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران: هرمز تنګي به له خلاصېدو وروسته د پخوا په څېر نه وي

د ايران د ولسمشر مرستیال ویاند مهدی طباطبایی ويلي، چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل به هغه وخت ترسره شي، چې د دې تنګي لپاره یو نوی حقوقي چوکاټ جوړ شي او د کښتیو د تګ راتګ له عوایدو څخه د جګړې ټول زیانونه جبران شي. هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په سیمه کې د وروستیو کړکېچونو او پوځي نښتو له امله دغه لار د ډیری هېوادون…

2026-04-06 02:51 163۱ دقیقې لوستل
ايران: هرمز تنګي به له خلاصېدو وروسته د پخوا په څېر نه وي

د ايران د ولسمشر مرستیال ویاند مهدی طباطبایی ويلي، چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل به هغه وخت ترسره شي، چې د دې تنګي لپاره یو نوی حقوقي چوکاټ جوړ شي او د کښتیو د تګ راتګ له عوایدو څخه د جګړې ټول زیانونه جبران شي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په سیمه کې د وروستیو کړکېچونو او پوځي نښتو له امله دغه لار د ډیری هېوادونو د کښتيو پر مخ تړلې ده.

طباطبایی په خپل پیغام کې د دونالد ټرمپ پر څرګندونو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې نوموړی د فشار او غوسې له امله توندې او نامناسبې خبرې کوي.

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تېره ورځ ایراني چارواکو ته خطاب کې ویلي وو،  «دا لعنتي تنګی(هرمزتنګی)خلاص کړئ، ای لیونیانو کنه نو جهنم به مو ځای کړم.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب