کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران: ورستیو بريدونو کې له درې زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي

ايران خبر ورکړی، چې پر دغه هېواد د اسرا... او امريکا ګډو بريدونو کې له درې زرو ډېر کسان وژل شوي دي. د ياد هېواد د عدلي طب مشر رييس عباس مسجدي ويلي، تراوسه د ۳۳۷۵ تنو مړينه ثبت شوې ده. هغه ويلي، د یادو کسانو له ډلې نږدې ۵۰۰ ښځې دي. سرچينې زياته کړې، وژل شویو کسانو کې، د افغانستان، سوريې، عراق، پاکستان، چین او لبنان وګړي…

2026-04-12 10:54 113۱ دقیقې لوستل
ايران: ورستیو بريدونو کې له درې زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي

ايران خبر ورکړی، چې پر دغه هېواد د اسرا... او امريکا ګډو بريدونو کې له درې زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د ياد هېواد د عدلي طب مشر رييس عباس مسجدي ويلي، تراوسه د ۳۳۷۵ تنو مړينه ثبت شوې ده.

هغه ويلي، د یادو کسانو له ډلې نږدې ۵۰۰ ښځې دي.

سرچينې زياته کړې، وژل شویو کسانو کې، د افغانستان، سوريې، عراق، پاکستان، چین او لبنان وګړي هم شامل دي.

پر ایران د امریکا او اسرا... بريدونو شاوخوا ۴۰ ورځې دوام وکړ او د ځينو منځګړو هېوادونو په هڅو یې لنډمهالی اوربند وکړ.

که څه هم تېره ورځ د د اسلام اباد په کوربه توب د ايران او امريکا مذاکرات ترسره شول؛ خو دغه مذاکراتو کومه پايله ورنکړه او دواړه لوري بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

د امريکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس وويل، دوی خپلې سرې کرښې ايران ته ويلي، اوس د منلو او نه منلو اختیار د ايران په لاس کې دی‌.

همدې حال کې ایران هم ويلي، چې امريکا دا توانایي نلري چې د ایران باور جلب کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب