کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران يو ځل بیا پر بحرين د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړې

بحرين د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ايران يو ځل بیا  ددغه هېواد هوايي حريم نقص کړی او په بحرين يې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړې دي.د بحرین د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی دی او ويلي دي، چې په سیمه کې د روان د کړکېچ د کمېدو هڅې روانې دي خو  تهران په دوامداره  توګه هڅه کوي، چې دغه هڅې ناکامې کړي…

2026-06-27 06:58 178۱ دقیقې لوستل
ايران يو ځل بیا پر بحرين د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړې

بحرين د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ايران يو ځل بیا  ددغه هېواد هوايي حريم نقص کړی او په بحرين يې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړې دي.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی دی او ويلي دي، چې په سیمه کې د روان د کړکېچ د کمېدو هڅې روانې دي خو  تهران په دوامداره  توګه هڅه کوي، چې دغه هڅې ناکامې کړي‌.
دغه وزارت زیاتوي، چې بحرين د خپل ملي حاکمیت د دفاع «بشپړ مشروع حق» لري او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتي چې د خپلې پرېکړې د پلي کېدو او د بریدګر د حساب ورکولو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.

 بحرین دغه اعلامیه  وروسته له هغې خپره کړه، چې د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ، چې په سیمه کې یې د امریکا پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.
بلخوا  ایران ويلي، چې  دا بریدونه د هغو بريدونو  په غبرګون کې ترسره کړې، چې واشنګټن پر تهران کړې وو.

 دغه بريدونه په بحرين د واشنګټن او تهران ترمنځ د تفاهم‌لیک له لاسلیک وروسته لومړنی برید ګڼل کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب