کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران: پر اسرايلو د بريد غځولو پلان نلرو

د ايران د وسله والو ځواکونو لوی درستيز محمد باقري ويلي، د تېرې شپې بريدونه وروسته پلان نلري چې په اسرايلو بیا بريدونه وکړي. نوموړي همداراز ويلي، عمليات يې پای ته رسېدلي دي. نوموړي همداراز ويلي، که امريکا د اسرايلو ملاتړ ته راودانګي هغوی سره به هم معامله وکړي. څو ورځې وړاندې اسرايلي ځواکونو په دمشق کې د ايران په کونسلګر…

2024-04-14 01:02 68۱ دقیقې لوستل
ايران: پر اسرايلو د بريد غځولو پلان نلرو

د ايران د وسله والو ځواکونو لوی درستيز محمد باقري ويلي، د تېرې شپې بريدونه وروسته پلان نلري چې په اسرايلو بیا بريدونه وکړي.

نوموړي همداراز ويلي، عمليات يې پای ته رسېدلي دي.

نوموړي همداراز ويلي، که امريکا د اسرايلو ملاتړ ته راودانګي هغوی سره به هم معامله وکړي.

څو ورځې وړاندې اسرايلي ځواکونو په دمشق کې د ايران په کونسلګري هوايي برید ترسره کړ او ايران هماغه وخت ويلي وو چې د اسرايلو دا بريد به بې ځوابه پاتې نشي.

د ايران سپاه پاسداران ځواکونو ويلي، تېره شپه يې په اسرايل د توغنديو او ډرون الوتکو په واسطه بريدونه کړي دي.

بلخوا بیا د امريکا ولسمشر ويلي، ايران هڅه کوي چې امريکا يوې بلې جګړې ته داخله کړي.

نوموړي ويلي، نه غواړي چې دغې‌ جګړې ته راودانګي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب