ايران په بغداد کې د امریکا سفارت په نښه کړی
ايراني رسنيو خبر ورکړی، چې د سپاه ځواکونو په بغداد کې د امریکا پر سفارت د بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) برید کړې او د سفارت په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی. سرچینه زیاتوي چې د هدف ګرځېدلې ودانۍ د ماهیت په اړه خبرونه لا هم متضاد دي؛ ځینې سرچينې وايې، چې هوايي ډګر په نښه شوی، او ځینې نوري بیا وايې چې د توغندیو او ډرونونو ضد…
2026-03-14 06:38 181۱ دقیقې لوستل
ايراني رسنيو خبر ورکړی، چې د سپاه ځواکونو په بغداد کې د امریکا پر سفارت د بېپیلوټه الوتکې (ډرون) برید کړې او د سفارت په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی.
سرچینه زیاتوي چې د هدف ګرځېدلې ودانۍ د ماهیت په اړه خبرونه لا هم متضاد دي؛ ځینې سرچينې وايې، چې هوايي ډګر په نښه شوی، او ځینې نوري بیا وايې چې د توغندیو او ډرونونو ضد «سیرام» دفاعي سیستم هدف ګرځېدلی دی.
دغه سرچینه زیاتوي چې تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه کوم تایید شوی معلومات نه دي خپاره شوي.

Farmanullah zubairzaiفرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري.
سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.