کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران په تهران کې د عادل پنجشيري په نوم د دا.ع.ش ډلې د قومندان د پیژندنې او څارنې خبر ورکړی

د دغه هېواد د اطلاعاتو وزارت وايي، امنيتي ځواکونو يې د کرمان او نورو ګڼو پېښو په تړاو د دا.ع.ش کليدي غړي نيولي. د دغه هېواد د صدا او سيما د راپور له مخې، دوه تنه (محمد عمران تنوير) او (مهتاب) يې د عبدالله تاجیکي سره ډ اړيکې په تور او همداراز يې د عبدالحکیم توحيدي سره د اړيکي په تور نور دوه تنه چې د کابل پوهنتون د بريد…

2024-01-19 02:24 94۱ دقیقې لوستل
ايران په تهران کې د عادل پنجشيري په نوم د دا.ع.ش ډلې د قومندان د پیژندنې او څارنې خبر ورکړی

د دغه هېواد د اطلاعاتو وزارت وايي، امنيتي ځواکونو يې د کرمان او نورو ګڼو پېښو په تړاو د دا.ع.ش کليدي غړي نيولي.

د دغه هېواد د صدا او سيما د راپور له مخې، دوه تنه (محمد عمران تنوير) او (مهتاب) يې د عبدالله تاجیکي سره ډ اړيکې په تور او همداراز يې د عبدالحکیم توحيدي سره د اړيکي په تور نور دوه تنه چې د کابل پوهنتون د بريد طراحان وو نيولي.

د ياد وزارت د مالوماتو له مخې، دغه کس له عبدالحکیم سره مستقيمه اړيکه درلوده او د کابل پوهنتون په بريد کې يې هم لاس درلود او له بګرام زندان څخه له يو کلن بند وروسته آزاد شو.

ايران دغه اعلان داسې مهال کوي چې تازه يې د پاکستان پر بلوچستان کې د جیش العدل مرکزونه په نښه او بريد وکړ.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب