کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران: چمتو يو چې له هرمز تنګي د جاپان کښتیو په تېرېدو کې مرسته وکړو

اېسنا خبري اژانس د ايران د بهرنيو چارو د وزير سید‌ عباس عراقچي له قوله لیکلي، چې ايران چمتو دی، څو له هرمز تنګي د جاپان د کښتيو د تېريدو په برخه کې همکاري وکړي.وړاندې ليکلي شوي، دغه همکاري په هغه  صورت کې کيږي، چې جاپان هم له ايران سره لازمه همغږي او همکاري وکړي. سرچینې زیاتوي، ايران هرمز تنګي په مکمل ډول نه؛…

2026-03-21 01:03 265۱ دقیقې لوستل
ايران: چمتو يو چې له هرمز تنګي د جاپان کښتیو په تېرېدو کې مرسته وکړو

اېسنا خبري اژانس د ايران د بهرنيو چارو د وزير سید‌ عباس عراقچي له قوله لیکلي، چې ايران چمتو دی، څو له هرمز تنګي د جاپان د کښتيو د تېريدو په برخه کې همکاري وکړي.
وړاندې ليکلي شوي، دغه همکاري په هغه

 صورت کې کيږي، چې جاپان هم له ايران سره لازمه همغږي او همکاري وکړي.

سرچینې زیاتوي، ايران هرمز تنګي په مکمل ډول نه؛ بلکې يوازې د خپلو مخالفينو د کښتيو پر مخ تړلی دی.

څو ورځې وړاندې بیا ایراني رسنیو ويلي وو، چې دغه تنګی د هندي بېړیو لپاره هم پرانستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د ماليې وزارت نن د ايران د نفتو د پلور لپاره بنديزونه د ۳۰ ورځو لپاره لغوه اعلان کړل.

دغه وزارت د ياد اقدام لامل نړۍ کې د نفتو بیو لوړېدل ياد کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب