کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ايران کې له يو کال راهيسې د ريکارډ په کچه ۸۵۳ کسان اعدام شوي

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، ۲۰۲۳ کال ايران کې ۸۵۳ کسان اعدام شوي چې په تېرو اتو کالونو کې يې شمېر بې ساری دی.   د ياد سازمان د معلوماتو له مخې، دغو اعدامونو کې ۴۸۱ هغه کسان دي چې د نشه‌يي توکو اړوند جرمونو کې نيول شوي وو.   ايران کې د مهسا اميني له وژنې وروسته چې کوم پاڅون رامنځته شو، ورسره ياد هېواد کې د…

2024-04-04 23:29 97۲ دقیقې لوستل
ايران کې له يو کال راهيسې د ريکارډ په کچه ۸۵۳ کسان اعدام شوي

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، ۲۰۲۳ کال ايران کې ۸۵۳ کسان اعدام شوي چې په تېرو اتو کالونو کې يې شمېر بې ساری دی.

 

د ياد سازمان د معلوماتو له مخې، دغو اعدامونو کې ۴۸۱ هغه کسان دي چې د نشه‌يي توکو اړوند جرمونو کې نيول شوي وو.

 

ايران کې د مهسا اميني له وژنې وروسته چې کوم پاڅون رامنځته شو، ورسره ياد هېواد کې د اعدام پېښې هم زياتې شوې.

 

راپور کې ويل شوي، د ۲۰۲۳ کال د اعدامونو شمېر له ۲۰۱۵ کال راهيسې تر ټولو لوړ دی چې د ۲۰۲۲ په پرتله ۴۸ سلنه او د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۷۲ سلنه لوړوالی ښيي.

دغه لړۍ په ۲۰۲۴ کال کې هم دوام لري چې تر مارچ مياشتې لږ تر لږه په کې ۹۵ کسان اعدام شوي دي.

 

دغو شمېرو کې د «ښځه، ژوند، ازادي» په نوم احتجاج کې نيول شوي لاريون کوونکي او پر ټوليزو رسنيو د «ارتداد» او اسلامي پېغمبر محمد ص سپکاوي کوونکي هم شامل دي.

 

هم‌مهاله، د منځني ختيځ لپاره د سيمه‌ييزې ادارې مرستیالې ديانا التهاوي له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د دوی د موندنو پر بنسټ د ايران په چارواکو فشار راوړي، ترڅو زندانونه په وژن‌ځايونو بدل نه کړي او پر اعدام بنديز ولګوي.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب