د بریتانیا د ليیرال ګوند مشر ايډ ډيوي خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نړۍ سره د يو بدمعاش په څېر چلند پيل کړی دی.
هغه دغه څرګندونې د ټرمپ هغه خبرو ته غبرګون کې کړي، چې ويلي وو، په بریتانیا به له دې امله تعرفې ولګوي چې د ګرینلینډ د نيولو په برخه کې د امریکا مخالفت کوي.
هغه ويلي، ټرمپ د بریتانا پر اقتصاد برید کوي او د زور له لارې غواړي چې خپله خوښه په نورو تحميل کړي.
هغه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې نړۍ ته ګواښ بللی او غږ يې کړی چې نړيوال بايد په دې اړه غلي پاتې نشي.
د ګرینلینډ په اړه د امريکا او اروپا کړکېچ داسې مهال په ډېرېدو دی چې امريکا ويلي، دغه سیمه چې په هر قیمت وي، ترلاسه کوي او که هر هېواد مخالفت څرګند؛ نو تعرفې به پرې ولګوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډنمارک په ګرینلینډ کې نظامي تمرينات پيل کړي دي.




