کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اپل شرکت د ځيرک تیلیفونونو نوی نسل آيفون ۱۷ معرفي کړ

اپل شرکت د خپلو توليداتو پر دوام دا ځل خپل نوی نسل ځيرک تيليفون (آيفون ۱۷) بازار ته را واېسته. رويټرز ليکلي، له دغه ځيرک ايفونونو د ۱۲۸ جي‌بي ذخیره لرونکې نسخه اېستل شوې ده. د دغه نسل تر ټولو نازک (نری) ماډل (ايفون اير) دی چې ضخامت يې ۵.۶ ملي متره دی. د دغه ايفون بيه له ۹۹۹ ډالرو څخه پيل کيږي چې د روانې سپټمبر میا…

2025-09-10 01:28 142۲ دقیقې لوستل
اپل شرکت د ځيرک تیلیفونونو نوی نسل آيفون ۱۷ معرفي کړ

اپل شرکت د خپلو توليداتو پر دوام دا ځل خپل نوی نسل ځيرک تيليفون (آيفون ۱۷) بازار ته را واېسته.

رويټرز ليکلي، له دغه ځيرک ايفونونو د ۱۲۸ جي‌بي ذخیره لرونکې نسخه اېستل شوې ده.

د دغه نسل تر ټولو نازک (نری) ماډل (ايفون اير) دی چې ضخامت يې ۵.۶ ملي متره دی.

د دغه ايفون بيه له ۹۹۹ ډالرو څخه پيل کيږي چې د روانې سپټمبر میاشتې تر ۱۹مې نېټې به بازار ته وړاندې شي.

ياد ايفون A19 pro پروسیسر، د اپل شرکت د N1 چېپ او د C1x موډيم لري.

ايفون اير د eSIM ملاتړ کوي او څلورو رنګونو Space Black, Cloud white, Light Gold او ،Sky Blue رنګونو کې جوړ شوی دی.

د دغه شرکت چارواکو ويلي، اير د MacBook pro کچې محاسبې په يوه ايفون کې ترسره کوي.

د دغه نسل بل ځيرک تيليفون (آيفون ۱۷) دی چې د ۶.۳ انچه سکرين په درلودلو سره پنځه رنګونو کې جوړ شوی دی.

اېپل شرکت د لومړي ځل لپاره د ايفون په ترکيب کې د Promotion Display کارولې چې ۱۲۰ هرتز رېفریش لري.

دغه ايفون د ۳نانو متر ټکنالوژي له مخې جوړ شوی، د AI پر بنسټ کار کوي او په A19 پروسیسر سمبال دی.

د ايفون ۱۷ ذخیره ۲۵۶ جي‌بي، د شا کمره یې ۴۸ مېګا‌پېکسل او د مخې کمره یې د پراخ ليد لرونکې ده.

د دې نسل بل ډول (آيفون ۱۷) دی چې بیه يې له ۱۰۹۹ (يو زر نهه نوي) ډالرو څخه پيليږي او دوه ترابايټه ذخیره لري.

دغه ايفون د په المونيمي ډیزاین سره جوړ شوی دی.

ياد ايفون د ګرمۍ پر وړاندې اتومات سينسرونه لري.

د شا کمره یې ۴۸ میګا پیکسیله او د مخې کمره یې د مصنوعي ځيرکتيا پر بنسټ کار کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب