کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اڅکزی: د بې‌ ګناه خلکو بې کور کول هم د ترهګرۍ یوه بڼه ده

خبریال: فرمان الله زبیرزی د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلی، هغه څه چې نن د پاکستان حکومت د امنیت تر نوم لاندې روان کړي دي، په اصل کې ترهګري ده.  نوموړی زیاتوي، ترهګري یوازې بم، ټوپک او ځانمرګي بریدونه نه دي، بلکې د بې‌ ګناه ولس په زور له خپلو کورونو شړل دا تر ټولو غټه ترهګري ده. اڅکزي ویلي، د پا…

2026-01-17 01:54 116۱ دقیقې لوستل
اڅکزی: د بې‌ ګناه خلکو بې کور کول هم د ترهګرۍ یوه بڼه ده

خبریال: فرمان الله زبیرزی

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلی، هغه څه چې نن د پاکستان حکومت د امنیت تر نوم لاندې روان کړي دي، په اصل کې ترهګري ده. 

نوموړی زیاتوي، ترهګري یوازې بم، ټوپک او ځانمرګي بریدونه نه دي، بلکې د بې‌ ګناه ولس په زور له خپلو کورونو شړل دا تر ټولو غټه ترهګري ده.

اڅکزي ویلي، د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې په یخ ژمي کې بې‌ وسه کورنۍ اړ باسي چې خپلې شتمنۍ پر موټرو بار کړي او له هغو سیمو ووځي چې کلونه، بلکې نسلونه یې پکې ژوند کړی، دا کار نه قانوني دی او نه انساني، بلکې د زور، وېرې او جبر ښکاره ننداره ده.

د اڅکزي پر وینا، هره ورځ پاکستان پوځ د ترهګرۍ په نوم  لسګونه بې ګنا کسان وژنې او دا لړۍ په کال کې زرګونو کسانو  ته رسېږي.

اڅکزي همداراز ویلي، د خلکو وېرول، کورونو ورانول او جبري توګه له کورونو اېستل خپله تر ټولو ستره ترهګري ده، هغه ترهګري چې د دولت له خوا تر سره کېږي او حساب ترې نه اخیستل کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب