خبرياله: نازو عمري
د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، د پاکستان حکومت باید له ملګرو ملتونو وغواړي؛ چې د افغانستان په ګډون د سیمې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ګردي مېز کنفرانس جوړ کړي.
اڅکزي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي؛ چې د ددې کنفرانس له لارې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ موجودې اندېښنې په تفصیل سره وڅېړل شي، اړوند شواهد به وړاندې شي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هېوادونه دې د تضمین کوونکو په توګه شامل وبلل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول نړیواله ناسته کولی شي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د هواري او د اعتماد د فضا د رامنځته کېدو لپاره مهم ګام وي.




