کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اکسيوس: د امریکا متحده ایالات له ایران سره د یوې سترې جګړې پر درشل ولاړ دی

اکسيوس خبرې ویب سایټ راپور ورکړی، امریکا پر ایران د بریدونو یوه پراخه څپه پیل کوي، زرګونه هدفونو به په نښه کړي؛ چې پکې پوځي او سیاسي تاسیسات او همداراز هدفي وژنې شاملې دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، امریکا لا له وړاندې خپل نږدې درېیمه برخه فعال سمندري ځواکونه منځني ختیځ  باندې متمرکز کړي دي. د معلوماتو له مخې، ام…

2026-02-19 05:36 93۱ دقیقې لوستل
اکسيوس: د امریکا متحده ایالات له ایران سره د یوې سترې جګړې پر درشل ولاړ دی

اکسيوس خبرې ویب سایټ راپور ورکړی، امریکا پر ایران د بریدونو یوه پراخه څپه پیل کوي، زرګونه هدفونو به په نښه کړي؛ چې پکې پوځي او سیاسي تاسیسات او همداراز هدفي وژنې شاملې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، امریکا لا له وړاندې خپل نږدې درېیمه برخه فعال سمندري ځواکونه منځني ختیځ  باندې متمرکز کړي دي.

د معلوماتو له مخې، امریکا سلګونه جنګي الوتکې، دوه الوتکه‌وړونکي بېړۍ، او له ۱۵۰ څخه ډېرې کارګو الوتنې شاملې دي چې وسلې لېږدوي منځني ختیځ ته لېږدوي.

اکسوس خبرپاڼه زیاتوي، امريکا په یوه ورځ کې شاوخوا ۵۰ د F-35، F-22 او F-16 جنګي الوتکې سیمې ته استول دي.

سرچینه زیاتوي، د امریکا په سیمه کې شاوخوا ۳۳ سمندري بېړۍ موجود دي، چې پکې الوتکه‌وړونکي بېړۍ، ویجاړوونکي (Destroyers)  اوبتلونه شامل دي چې د توماهاوک توغندي لري.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب