کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اکسيوس: منځګړي هېوادونه د امریکا او ایران د اوربند تمدید ته نږدې شوي

اکسيوس خبرې اژانس راپور ورکړی، چې منځګړي هېوادونو د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د تمدید لپاره نږدې شوي او هڅه کوي، چې د راتلونکې اونۍ د پای ته رسېدو مخکې اوربند تمدید او يو ځل بیا د دغه هېوادونو ترمنځ مذاکرات پیل شي.  د منځګړي هېواد يو چارواکي ويلي، چې امریکا او ایران په اصولي ډول د اوربند د تمدید پر سر موافقې…

2026-04-15 09:48 84۱ دقیقې لوستل
اکسيوس: منځګړي هېوادونه د امریکا او ایران د اوربند تمدید ته نږدې شوي

اکسيوس خبرې اژانس راپور ورکړی، چې منځګړي هېوادونو د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د تمدید لپاره نږدې شوي او هڅه کوي، چې د راتلونکې اونۍ د پای ته رسېدو مخکې اوربند تمدید او يو ځل بیا د دغه هېوادونو ترمنځ مذاکرات پیل شي.

 د منځګړي هېواد يو چارواکي ويلي، چې امریکا او ایران په اصولي ډول د اوربند د تمدید پر سر موافقې ته نږدې شوي، څو نورې ډیپلوماټیکې خبرې ترسره کړي.

بلخوا، سي‌اېن‌اېن د یوه امریکایي چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې امريکا لا تر اوسه په رسمي ډول د اوربند د تمدید سره موافقه نه ده کړې، خو له ایران سره یې اړیکه لا هم روانه ده.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب