د "هنګاو" په نوم د بشري حقونو د څار ادارې خبر ورکړی چې د روانې مۍ میاشتې را په دېخوا ایران کې ۱۶۳ تنه اعدام شوي چې اووه پکې افغانان دي.
د دغه سازمان لخوا په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې دغه کسان اسرایلو ته د جاسوسۍ، قتل، د نشه یې توکو قاچاق، جنسي تېري او غلاوو په تور اعدام شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په یاد شمېر اعدام شوو کسانو کې یواځې شپږ تنه په علني او پاتې نور ټول په غیر علني ډول اعدام شوي دي.
هنګاو ویلي ایران کې دا کال د تېر کال په پرتله د اعدامونو سزا ډېره شوې ده.
دغه سازمان ویلي ایران کې په ۲۰۲۳ کال کې په مجموعي توګه ۶۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام شوي وو.
یاد سازمان چې پر بشري حقونو د څار مسوولیت یې پر غاړه دی تر ډېره د ایران پر کُرد مېشته سیمو کې د اعدام په اړه راپورونه خپروي او د دغه لړۍ د پراخېدو خبر ورکوي.
د یادونې وړ ده چې ایران له دې وړاندې هم د بېلابېلو جرمونو په تور سلګونه وګړي اعدام کړي دي.




