ایراني چارواکو ویلي چې د کبرا رضا یې پر قتل تورن کس چې د څېړنو پر مهال یې پخپل جرم اعتراف کړی افغان کډوال دی او هلته په ایران کې ژوند کوي نیول شوی دی.
د ایران د مرکز تهران د پیشوا ولسوالۍ د انتظامیې قومندان سید اکبر عربي ویلي چې تورن کس د یاد هېواد پولیسو پېژندلی او وروسته له پېژندلو سمدواره نیول شوی دی.
عربي ویلي «د پیشوا ولسوالۍ په یوه سیمه کې د یوې ځوانې نجلۍ د جسد له موندل کېدو وروسته پولیسو دوسیه پرانیسته او څېړنې یې پیل کړې.»
نوموړی زیاتوي چې دغه تورن کس د لومړنیو څېړنو پر مهال پخپل جرم اعتراف کړی او د څېړنو د لومړي پړاو له بشپړېدو وروسته زندان ته لېږل شوی دی.
د ایراني رسنیو د مالوماتو په اساس کبر رضایې په ایران کې خپل کار ځای ته پر لار وه چې وتښول شوه او بیا په ډېر بد وژل شوې وه.
باید وویل شي چې د دغه تورن افغان له نیول کېدو وړاندې په ایران کې د افغانستان سفارت هم له عدلیې او قضایې مراجعو د تورن کس د ژر تر ژر نیول کېدو غوښتنه کړې وه.




