ایراني رسني: انصارالله حوثیان چمتو دي چې د بابالمندب تنګي کنټرول په لاس کې واخلي
ايراني رسنيو د خپلو پوځي سر چينو له قوله خبر ورکړی، که امريکا وغواړي د ايران په سويلي ټاپوګانو ځمکني بريدونه وکړي، نو په یمن کې انصارالله (حوثیان) چمتو دي چې د باب‌المندب تنګي کنټرول په لاس کې واخلي. راپور کې راغلي له دې سره به هم مهاله په سيمه کې نورې جبهې هم فعالې شي. باب‌المندب له هرمز تنګي وروسته یو مهم س…
2026-03-26 02:10 43۱ دقیقې لوستل
ايراني رسنيو د خپلو پوځي سر چينو له قوله خبر ورکړی، که امريکا وغواړي د ايران په سويلي ټاپوګانو ځمکني بريدونه وکړي، نو په یمن کې انصارالله (حوثیان) چمتو دي چې د بابالمندب تنګي کنټرول په لاس کې واخلي.
راپور کې راغلي له دې سره به هم مهاله په سيمه کې نورې جبهې هم فعالې شي.
بابالمندب له هرمز تنګي وروسته یو مهم سمندري تنګی دی، چې د سره سمندر او د عدن خلیج ترمنځ موقعیت لري او د نړۍ له مهمو سوداګریزو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي

Farmanullah zubairzaiفرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري.
سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.