کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایراني رسنۍ: ولسمشر پزشکیان له اسرایلو سره د جګړې پر مهال ټپي شوی و

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان له اسرایلو سره د جګړې پر مهال له یوې زېرزمینۍ د تښتېدلو په وخت کې ټپي شوی دی. د ایران حکومتي اژانس فارس راپور ورکړی چې د اسرایلو په ۱۲ ورځینۍ جګړه کې د تهران په لوېدیځ کې هغه ودانۍ په نښه شوې وه چې پکې د حکومت د لوړ پوړي چارواکو په ګډون د دغه هېواد ولسمشر مس…

2025-07-13 07:04 85۱ دقیقې لوستل
ایراني رسنۍ: ولسمشر پزشکیان له اسرایلو سره د جګړې پر مهال ټپي شوی و

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان له اسرایلو سره د جګړې پر مهال له یوې زېرزمینۍ د تښتېدلو په وخت کې ټپي شوی دی.

د ایران حکومتي اژانس فارس راپور ورکړی چې د اسرایلو په ۱۲ ورځینۍ جګړه کې د تهران په لوېدیځ کې هغه ودانۍ په نښه شوې وه چې پکې د حکومت د لوړ پوړي چارواکو په ګډون د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان هم شتون درلود.

په راپور کې راغلي، اسرایلي ځواکونو دې ودانۍ ته د ننوتلو پر شپږ لارو بمونه ورغورځول، چې د بریښنا جریان ورسره قطع شو؛ خو د ایراني چارواکو په ګډون پزشکیان هم د بېړنۍ لارې له کارولو سره له دغه ځایه وتښتېد.

خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي، له دې ودانۍ د تښتېدلو پر مهال د یو شمېر ایرانیو چارواکو په ګډون ولسمشر مسعود پزشکیان هم د پښې په برخه کې ټپي شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب