کابل (کوه نور ۳ سنبله ۱۴۰۴):
ایرنا خبراي اژانس پرون ورځ ویلي، دغه شپږ غړي له ایراني ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي؛ خو د نښتې دقیق وخت او ځای یې نه دی په ډاګه کړی.
د دې اژانس په خبر کې راغلي، وژل وګړي د بهرنیو هېوادونو اوسېدونکي؛ خو تر اوسه یې هویت نه دی معلوم شوی.
سیستان-بلوچستان چې د ایران یو له نارامه ولایتونو څخه دی له پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري او وخت نا وخت پکې د ایراني امنیتي ځواکونو، ترهګریزو ډلو او قاچاق وړونکو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم یاده سیمه کې د جګړې له امله لږ تر لږه پنځه ایراني پولیس وژل شوي وو چې مسوولیت یې جیش العدل ډلې منلی و.




