خبریال: فرمان الله زبیرزی
د ایران د پوځ لوی درستیز تورن جنرال امیر حاتمي متحده ایالاتو او اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې د ایران کورنیو او لاریونونو په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
هغه ویلي، لاریونونه یو عادي امر دی، خو د هغوی د ګډوډۍ او ناارامۍ پر لور اړول د بهرنیو لاسوهنو نښه ده.
حاتمي ویلي، داسرائیلو او امریکا هر ډول مداخله به د دښمنانه چلند په توګه وګڼل شي، هر ډول ناسمه کړنه به یې له سخت غبرګون سره مخ شي.
حاتمي پر وینا، د ایران وسلهوال ځواکونه اوس د وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې په پرتله لا ډېر چمتوالی لري.
حاتمي زیاتوي، واشنګټن او اسرائیل د ایران کورنیو چارو کې د عامه څرګندونو او ټولنیزو شبکو له لارې لاسوهنې هڅه کوي.




