کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران: امریکا سره مو په جزیاتو بحث نه دی کړی

خبرياله: نازو عمري  د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په مسقط کې له امریکا سره وروستیو مذاکراتو کې پر جزییاتو بحث نه دی شوی او د خبرو اصلي تمرکز پر عمومي موضوعاتو و. د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، باید انتظار وشي تر څو د دغو خبرو راتلونکی بهیر روښانه شي. په ورته مهال، د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس ویلي،…

2026-02-10 07:38 87۱ دقیقې لوستل
ایران: امریکا سره مو په جزیاتو بحث نه دی کړی

خبرياله: نازو عمري 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په مسقط کې له امریکا سره وروستیو مذاکراتو کې پر جزییاتو بحث نه دی شوی او د خبرو اصلي تمرکز پر عمومي موضوعاتو و.

د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، باید انتظار وشي تر څو د دغو خبرو راتلونکی بهیر روښانه شي.

په ورته مهال، د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس ویلي، له ایران سره په خبرو کې د لاریون کوونکو د ځپنې موضوع هم شامله ده.

دغه وزارت همداراز امریکا ته د اسرا... لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سفر او له ډونالډ ټرمپ سره یې لیدنه د ډیپلوماسۍ لپاره ناوړه وبلله.

  نتانیاهو به سبا په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب