کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران او سویډن د عمان په منځګړي‌توب خپل بندیان تبادله کړي

رویټرز خبري اژانس ويلي چې ایران او سویډن د عمان په منځګړیتوب د شنبې په ورځ خپل بندیان تبادله کړي دي.د راپورونو له مخې، تهران ایراني تبعه سویډني سعید عزیزي او د جوهان فلاودیریوس په نوم یو بل سویډنی چې په ایران کې نیول شوي وو، خوشې کړل او په مقابل کې یې په ستاکهولم کې یو ایرانی چارواکی حامد نوري چې د جنګي جرمونو په تور ن…

2024-06-15 22:21 99۱ دقیقې لوستل
ایران او سویډن د عمان په منځګړي‌توب خپل بندیان تبادله کړي

رویټرز خبري اژانس ويلي چې ایران او سویډن د عمان په منځګړیتوب د شنبې په ورځ خپل بندیان تبادله کړي دي.
د راپورونو له مخې، تهران ایراني تبعه سویډني سعید عزیزي او د جوهان فلاودیریوس په نوم یو بل سویډنی چې په ایران کې نیول شوي وو، خوشې کړل او په مقابل کې یې په ستاکهولم کې یو ایرانی چارواکی حامد نوري چې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی و خوشې شو.

په راپور کې د اروپايي ټولنې یو کارکوونکی جوهان فلاویدریوس د جاسوس په توګه یاد شوی او د سعید عزیزي د جرم په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې سويډن يې نيول غیر عادلانه بولي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب