ټاکل شوې، چې نن د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په یو رسمي سفر ایران ته ولاړ شي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نوموړی به په خپل دوه ورځني سفر کې له ایراني لوري سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې سیاسي همکاري، په اړیکو کې نوښتونه او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پیاوړې اړیکې به د اجنډا مهمې برخې وي.
دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې په سرې بحیرې کې د حوثيانو له خوا پر سوداګریزو کښتیو بریدونه زیات شوي، چې امریکا یې ملامتي په ایران اچوي.
تېره میاشت هم د هند له اوبو سره نږدې پر یوې کښتۍ بې پیلوټه برید وشو، چې امریکا یې پړه پر ایران ور واچوله.
په سرې بحیرې او عربو بحیرو کې پر سوداګریزو کښتیو له بریدونو وروسته هند هم په سیمه کې خپلې ګزمې زیاتې کړې، ترڅو پر کښتیو د بریدونو مخنیوی وکړي.
د یادونې ده، چې جي شنکر تېره اوونۍ هم د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په سرې بحیرې کې پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو مخنیوي په اړه خبرې کړې وې.
ایران ته د جيشنکر سفر؛ د خبرو اجنډا په سیاسي همکاري ور ټوله ده
ټاکل شوې، چې نن د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په یو رسمي سفر ایران ته ولاړ شي، چې دوه ورځې به دوام وکړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نوموړی به په خپل دوه ورځني سفر کې له ایراني لوري سره پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې…




