کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران: تېرو څو ساعتونو کې مو اسرا.. ته ګڼ زیانونه اړولي

د ایران پوځ خبر ورکړی، چې په تېرو څو ساعتونو کې مو د اسرائيلو د پالماخیم او عوبدا هوايي اډې او د د کورني امنیت ادارې (شین بَت) مرکز په نښه کړی    د ایران د سپاه پاسداران د خاتم الانبیاء مرکزي قومنداني ويلي، تېرو څو ساعتونو کې یې د ایران بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د اسرائيلو د پالماخیم او عوبدا هوايي اډو د…

2026-03-12 08:38 251۱ دقیقې لوستل
ایران: تېرو څو ساعتونو کې مو اسرا.. ته ګڼ زیانونه اړولي

د ایران پوځ خبر ورکړی، چې په تېرو څو ساعتونو کې مو د اسرائيلو د پالماخیم او عوبدا هوايي اډې او د د کورني امنیت ادارې (شین بَت) مرکز په نښه کړی 

  د ایران د سپاه پاسداران د خاتم الانبیاء مرکزي قومنداني ويلي، تېرو څو ساعتونو کې یې د ایران بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د اسرائيلو د پالماخیم او عوبدا هوايي اډو د څار برج، د الوتکو د ناستې او پورته کېدو لیکه (رن‌وې) او د الوتکو ساتلو هنګرونه او د کورني امنیت ادارې (شین بت) مرکز باندې پراخ بریدونه کړي دي.

  د یادې قومندانۍ د معلوماتو پر اساس دغه دوه پوځي اډو کې د اسرائیلو د توغندیو دفاعي سیستم «د داوود غولانده» او د هرمس ۹۰۰ بې‌پیلوټه الوتکې او د امریکا اف–۲۲ رېپټر پټ جنګي الوتکې هم ځای پر ځای شوې وې

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب