خبريال: فرمان الله زبيرزی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنياهو څرګندونې، او همداراز د ځینو امریکايي سختدریځو چارواکو دریځونه د ایران د کورني وضعیت په تړاو، د «ترهګرۍ او تاوتریخوالي د ترویج» معنا لري.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په یو اعلامیه کې ویلي، چې د تهران لپاره په اوسني پړاو کې تر ټولو مهمه موضوع د چمتووالي پیاوړتیا او د لوړې کچې هوښیارۍ ساتل دي، تر څو د ایران له ملي حاکمیت او ملي امنیت څخه دفاع وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د ایران ولس به هیڅکله د اسرائیلو او امریکا «جرمونه» هیر نه کړي، او دا ډول «ګمراه کوونکې» څرګندونې به د ایران پر عامه افکارو هیڅ اغېز ونه کړي.




