کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران: د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته د ښوونځیو لګښتونه راکم شوي

ایراني چارواکي وايي، د افغان کډوالو له اېستلو وروسته د ښوونځیو لګښتونه د پام وړ راکم شوي دي. د تهران والي محمد صادق معتمدیان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، هغه افغانان چې له قانوني اسنادو پرته په دغه ولایت کې مېشت وو، له اېستلو وروسته یې لږ تر لږه ۳۲۰۰ ښوونځي تش شوي دي.  د نوموړي په وینا، د ایران حکومت د غیرقانوني…

2026-02-15 07:17 51۱ دقیقې لوستل
ایران: د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته د ښوونځیو لګښتونه راکم شوي

ایراني چارواکي وايي، د افغان کډوالو له اېستلو وروسته د ښوونځیو لګښتونه د پام وړ راکم شوي دي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، هغه افغانان چې له قانوني اسنادو پرته په دغه ولایت کې مېشت وو، له اېستلو وروسته یې لږ تر لږه ۳۲۰۰ ښوونځي تش شوي دي.

 د نوموړي په وینا، د ایران حکومت د غیرقانوني کډوالو د اېستلو له دې پرېکړې سره نه یوازې اداري نظم ښه شوی؛ بلکې د حکومت پر لګښتونو یې هم د پام وړ اغېز کړی دی.

معتمدیان زیاته کړې، چې تر دې وړاندې لږ ترلږه ۲۲۰ زره افغان زده‌کوونکي له قانوني اسنادو پرته په ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت وو، چې اوس تر ۶۰ سلنې ډېر یې اېستل شوي دي.

هغه ټینګار کړی، چې په ښوونځیو کې د بې‌اسناده زده‌کوونکو د شمېر کمېدو د ټولګیو ظرفیتونه لوړ کړي ، د زده‌کړې چاپېریال یې ښه کړی او په تعلیمي مدیریت کې اسانتياوې رامنځته شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب