کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران: د امریکا د وعده خلافي له امله مو هرمز تنګی بیا وتړه

د ايران خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه خبر ورکړی، چې امریکا د پرله‌پسې ژمنو ماتولو له امله، د هرمز تنګی بيرته وتړل شو او پخواني حالت ته وګرځېد. یادې قومندانۍ ویلي، تر هغه وخته به دا تنګی تړلی وي چې امریکا د ایران څخه د کښتیو د بشپړ ازاد تګ راتګ (له مبدا څخه تر مقصد او له مقصد څخه تر مبدا پورې) خنډونه ختم نه کړي.…

2026-04-18 04:35 91۱ دقیقې لوستل
ایران: د امریکا د وعده خلافي له امله مو هرمز تنګی بیا وتړه

د ايران خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه خبر ورکړی، چې امریکا د پرله‌پسې ژمنو ماتولو له امله، د هرمز تنګی بيرته وتړل شو او پخواني حالت ته وګرځېد.

یادې قومندانۍ ویلي، تر هغه وخته به دا تنګی تړلی وي چې امریکا د ایران څخه د کښتیو د بشپړ ازاد تګ راتګ (له مبدا څخه تر مقصد او له مقصد څخه تر مبدا پورې) خنډونه ختم نه کړي.

د دغې قومندانۍ وياند همداراز ويلي، امریکایان، په خپل تاريخ کې پرله‌پسې ژمنو ماتولو سابقه لري، لا هم د محاصرې» تر نوم لاندې سمندري غلا او لوټ ته دوام ورکوي.

سرچينه زیاتوي غه تنګی دايران وسله‌والو ځواکونو تر سخت کنټرول او مدیریت لاندې دی.

دغه تنګی چې پر ایران د اسرایلو او امریکا له برید وروسته تړل شوی وو، نن خلاص شو؛ خو له څو ساعتونو تېرېدو وروسته بېرته وتړل شو.

ایران وايي، تنګی به هغه مهال بېرته پرانیزي، چې امریکا سمندري محاصره ماته کړي؛ خو ټرمپ بیا ویلي، چې دغه محاصره به روانه وي.

د یادونې ده، چې ټرمپ د ایران د دغه اقدام په تړاو څه نه دي ویلي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب