ایران: د امریکا ۳ د GBU 57 توغندي او څه دپاسه ۹ زره وړې چاودېدونکې مرمۍ مو خنثی کړې
د ایران د «انصار المهدی» قول اردو ويلي، چې په روانه جګړه کې په زنجان ولایت کې ۹۵۰۰ وړې چاودېدونکې مرمۍ (bomblets)، لسګونه ناچاودېدلي راکټونه، او د امریکا درې د GBU-57 Massive Ordnance Penetrator بنکر-ماتوونکي بمونه خنثی کړي دي. راپور کې راغلي چې دغه بمونه د امریکا او اسرائیلو د جګړې څخه پاتې وو. بايد و…
2026-04-26 03:35 103۱ دقیقې لوستل
د ایران د «انصار المهدی» قول اردو ويلي، چې په روانه جګړه کې په زنجان ولایت کې ۹۵۰۰ وړې چاودېدونکې مرمۍ (bomblets)، لسګونه ناچاودېدلي راکټونه، او د امریکا درې د GBU-57 Massive Ordnance Penetrator بنکر-ماتوونکي بمونه خنثی کړي دي.
راپور کې راغلي چې دغه بمونه د امریکا او اسرائیلو د جګړې څخه پاتې وو.
بايد وويل شي، چې د GBU-57 Massive Ordnance Penetrator یو ډېر دروند او ځواکمن بم دی، چې د ژورو ځمکنیو هدفونو د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي، چې په ۲۰۲۵ کال کې امريکا د ایران پر اټومي تاسیساتو کارولی و.

Farmanullah zubairzaiفرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري.
سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.