کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران د تل ابیب اوسېدونکو ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره د یادې سیمې د پرېښودلو خبرداری ورکړی

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې دغه هېواد په راتلونکو څو ساعتونو کې د صهیونیسټ رژیم د پوځي بنسټونو په نښه کولو تابیه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که غواړئ ژوندي پاتې شئ نو تل ابیب پرېږدئ. ایراني رسنیو پرون ورځ" سه شنبه، د جون ۱۷ مه" د نیول شوو سیمو د پرېښودلو خبر ورکړی او د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې له تل ابیب د وتلو خبر…

2025-06-17 21:39 17۱ دقیقې لوستل
ایران د تل ابیب اوسېدونکو ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره د یادې سیمې د پرېښودلو خبرداری ورکړی

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې دغه هېواد په راتلونکو څو ساعتونو کې د صهیونیسټ رژیم د پوځي بنسټونو په نښه کولو تابیه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که غواړئ ژوندي پاتې شئ نو تل ابیب پرېږدئ.

ایراني رسنیو پرون ورځ" سه شنبه، د جون ۱۷ مه" د نیول شوو سیمو د پرېښودلو خبر ورکړی او د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې له تل ابیب د وتلو خبره کړې وه.

ایراني حکومت دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې ایراني وګړو ته د تهران ښار د پرېښودلو خبرداری ورکړی وو.

ټرمپ پخپله ټروټ ټولنیزه پاڼه لیکلي ” ایران حکومت باید تړون لاسلیک کړی وای. دا یو شرم او د انسانانو د ژوند ضایع کول دي.”

باید وویل شي چې د اسرا... لومړي وزیر پرون ورځ "سه شنبه، د جون ۱۷مه" له ABC امریکایې خبري سرچینې سره په خبرو کې د ایت الله خامنه یې په نښه کول د شخړې د پای ته رسولو حللاره بللې وه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب