کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د اسرایلو برید ته د چمتووالي خبر ورکړی

ایران اسلامي جمهوریت پر اېکس پاڼه د امریکا استخباراتي ادارې هغه پیغام ته د "موږ چمتو" خبر ورکړی چې پکې د اسرایلو لخوا د ایران د اټومي تاسیساتو د برید خبر ورکول شوی و. ایراني حکومت پرون ورځ "پنج شنبه، د جون ۱۲مه" پر اېکس پاڼه یو مبهم پیغام خپور کړی و چې پکې لیکل شوي وو"موږ چمتو یو". یاد حکومت دا پیغام وروسته له هغې خپور…

2025-06-12 18:59 19۲ دقیقې لوستل
ایران د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د اسرایلو برید ته د چمتووالي خبر ورکړی

ایران اسلامي جمهوریت پر اېکس پاڼه د امریکا استخباراتي ادارې هغه پیغام ته د "موږ چمتو" خبر ورکړی چې پکې د اسرایلو لخوا د ایران د اټومي تاسیساتو د برید خبر ورکول شوی و.

ایراني حکومت پرون ورځ "پنج شنبه، د جون ۱۲مه" پر اېکس پاڼه یو مبهم پیغام خپور کړی و چې پکې لیکل شوي وو"موږ چمتو یو".

یاد حکومت دا پیغام وروسته له هغې خپور کړی چې اسرایلو ویلي ښایې د امریکا له ملاتړ پرته د ایران هېواد پر اټومي تاسیساتو بریدونه ترسره کړي.

د امریکا استخباراتي سرچینو د CBN او NBC News له قوله خبر ورکړی چې اسرایلي چارواکو له واشنګټن سره په خبرو کې ویلي چې پرته د امریکا له ملاتړه هم کولی شي د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه ترسره کړي.

په همدې حال کې امریکایې چارواکو اندېښنه ښودلې چې ایران به د غچ اخیستنې په موخه په عراق کې د امریکا ځواکونه او شتمنۍ په نښه او پرې به بریدونه ترسره کړي.

امریکا د جګړې د ډېرېدلو له وېرې په منځني ختیځ کې خپلو ځینو وګړو ته د یادې سیمې د پرېښودلو خبر داری ورکړی دی.

راپورونه له عراق، کوېټ او بحرین څخه د غیر ضروري ډیپلوماټیکو کارکوونکو د وتلو تائیدي کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي "دا ځای کېدای شي خطرناک شي" خو په یادو سیمو کې یې د خپلو ځواکونو د بیا ځای پر ځای کولو خبره هم کړې ده.

باید وویل شي چې دغه نظامي تدابیر وروسته له هغې نیول کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي ډیپلوماسۍ د بیا پیل هڅې ناکامې شوې او ډونالډ ټرمپ خپل کلک دریځ روښان کړ چې "هغوئ نشې کولی اټومي وسلې ولري. ډېر ساده؛ موږ به دا اجازه ور نه کړو".

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب