کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران: د سیمې له هېوادونو د جګړې تاوان غواړو

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد دایمي استازي امیر سعید ایرواني، د سیمې له هېوادونو ایران کې د ورستیو جګړو له امله د رامنځته شویو زیاونونو د تاوان غوښتنه کړې ده. سرچینې لیکلي، د تاوان غوښتنه له بحرین، متحده عرب امارات او اردن څخه شوې ده. ایرواني زیاته کړې، یادو هېوادونو د نړیوالو قوانینو خلاف، خپل…

2026-04-14 00:23 88۱ دقیقې لوستل
ایران: د سیمې له هېوادونو د جګړې تاوان غواړو

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد دایمي استازي امیر سعید ایرواني، د سیمې له هېوادونو ایران کې د ورستیو جګړو له امله د رامنځته شویو زیاونونو د تاوان غوښتنه کړې ده.

سرچینې لیکلي، د تاوان غوښتنه له بحرین، متحده عرب امارات او اردن څخه شوې ده.

ایرواني زیاته کړې، یادو هېوادونو د نړیوالو قوانینو خلاف، خپل مسولیتونه تر پښو لاندې کړي؛ نو له همدې امله باید ایران ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.      

یادو هېوادونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. هاخوا بیا د ایران د عدلي طب مشر ویلي، یادو بریدونو کې له درې زرو ډېر ملکي وګړي هم وژل شوي دي.        

د یادونې ده، چې د امریکا او اسرایلو په ګډو بریدونو کې په دغه هېواد کې شاوخوا سل زره ملکي ودانۍ په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ویجاړې شوې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب