کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران د چنګاښ تر ۱۵ تاریخه ناقانونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي

ایراني چارواکو خبر ورکړی چې یاد هېواد کې د افغان کډوالو د سرشمېرنې اسناد باطل ثابت شوي او هغه شمېر افغان کډوال چې قانوني اسناد ونه لري دغه هېواد ورته د چنګاښ تر ۱۵ تاریخه د وتلو وخت ورکړی دی. د ایران د کورنیو چارو وزارت او د بهرنیو وګړو چارو مشر نادر یار احمدي اعلان کړی چې د افغان کډوالو اسناد نور د اعتبار وړ نه دي او…

2025-06-02 00:28 15۱ دقیقې لوستل
ایران د چنګاښ تر ۱۵ تاریخه ناقانونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي

ایراني چارواکو خبر ورکړی چې یاد هېواد کې د افغان کډوالو د سرشمېرنې اسناد باطل ثابت شوي او هغه شمېر افغان کډوال چې قانوني اسناد ونه لري دغه هېواد ورته د چنګاښ تر ۱۵ تاریخه د وتلو وخت ورکړی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت او د بهرنیو وګړو چارو مشر نادر یار احمدي اعلان کړی چې د افغان کډوالو اسناد نور د اعتبار وړ نه دي او د دغه اسنادو لرونکي افغانان نور د ناقانونه کډوالو په لېست کې شمېرل شوي دي.

احمدي ویلي د افغانانو شپږ ډلې چې د لنډ مهالو کارتونو لرونکي دي په یاد هېواد کې د اوسېدو اجازه لري او نور هغه باید د چنګاښ تر ۱۵ له دغه هېواده ووځي.

د ایراني چارواکو د مالوماتو په اساس دا مهال په یاد هېواد کې ۶,۱ میلیون افغان کډوال ژوند کوي چې ۴,۱ میلیون یې ناقانونه دي.

د دغه هېواد چارواکو همداراز ویلي چې په را روان تعلیمي کال هغه زده کوونکي چې سرپرست یې یواځې د سرشمېرنې اسناد لري په ښوونځیو کې د شاملولو حق نه لري.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب