کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران: لاهم پر امریکا پوره باور نه لرو

 خبریاله نازو عمري  د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، تهران لا هم پر امریکا بشپړ باور نه لري، خو د برجام له هوکړې څخه غوره تړون ته رسېدل ممکن دي. نوموړي ټینګار کړی، چې روانې خبرې اترې یوازې د ایران د اټومي پروګرام په محور راڅرخي او د بالستیک توغندیو موضوع پکې شامله نه ده.  عراقچي همداراز د…

2026-02-11 03:12 70۱ دقیقې لوستل
ایران: لاهم پر امریکا پوره باور نه لرو

 خبریاله نازو عمري 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، تهران لا هم پر امریکا بشپړ باور نه لري، خو د برجام له هوکړې څخه غوره تړون ته رسېدل ممکن دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې روانې خبرې اترې یوازې د ایران د اټومي پروګرام په محور راڅرخي او د بالستیک توغندیو موضوع پکې شامله نه ده. 

عراقچي همداراز د یورانیمو سوله‌ییز غني کول د ایران مشروع او قانوني حق ګني.

بل لور ته، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښه هوکړه هغه ده چې نه پکې د اټومي وسلو شتون وي او نه هم د بالستیک توغندیو پروګرام.

 د یادونې ده، چې برجام هغه نړیواله اټومي هوکړه ده، چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ وشوه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب