نړۍوالو رسنیو د یو شمېر ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د جمعې په ماښام یې د اسرایلو پر یو شمېر سیمو له ۱۰۰ ډېر ډرونونه اوبالیستیک توغندي ویشتلي دي.
ایرانیو چارواکو ویلي دا بریدونه د اسرایلو د هغه بریدونه ځواب دی چې د شپې لخوا یې د ایران پر خاوره بالیستیک توغندي او ډرونونه وویشتل چې پکې د یو شمېر لوړ پوړي چارواکو په ګډون د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي ووژل شول.
په همدې حال کې ایراني رسنیو وایې چې د اسرایلو لخوا په ترسره شوو بریدونو کې یو شمېر اټومي ساینسپوهان او نور مهم وګړي هم وژل شوي دي.
په ورته وخت کې اسرایلو پخپلو پولو کې له بهره د ویشتونکو ډزو د مخنیوي کارونه پیل کړي دي.
راپورونو کې راغلي چې اسرایلو د هغه سیمو خلکو ته چې د خطر لاندې دي د تخلیې امر کړی او د تل ابیب په ګډون د اسرایلو په یو شمېر ښارونو کې د هوایې خطر زنګ وهل شوی دی.
د اسرایلو د استخباراتي مالوماتو په اساس د ایران اټومي پروګرام نږدې دی"بیرته نه ګرځېدونکي حد" ته رسېدلی او دوی دغه بریدونه اړین بللي دي.
دغه بریدونو کې د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري او یو شمېر نور مهم اشخاص وژل شوي چې د دواړو لورو ترمنځ یې کړکېچ لا ژور کړی دی.
د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا بریدونو هدفمند بریدونه بللي او ویلي یې دي چې د ایران ګواښ له منځه وړل یې د بریدونو موخه ده.
نتنیاهو ویلي په دغه بریدونو کې د ایران اټومي تاسیسات، توغندیزې فابریکې او نورې پوځي وړتیاوې د دې لپاره په نښه کوي ترڅو د اسرایلو بقا یقیني شي.
هغه ویلي دا عملیات تر هغه وخته ترسره کوي چې ترڅو د ایران ګواښ له منځه نه وي تللی که څو ورځې هم ونیسي.
باید وویل شي چې د اسرایلو او ایران ترمنځ دا کړکېچ هغه مهال رامنځته شو چې اسرایلو د "پورته زمري" په نوم ناخبره عملیات پیل کړل او د ایران یو شمېر لوړ پوړي چارواکي یې ووژل.




