ایران له اسرایلو سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره نن پوځي مانورونه پیل کړي دي.
د ایران دولتي ټلویزیون خبر ورکړی چې د دې هېواد سمندري ځواکونو په عمان خلیج او د هند په اقیانوس کې د خپلو توغندیو ازمایل پیل کړي دي.
په همدې حال کې اسوشیټیډ پرېس اژانس ویلي، ایراني چارواکو په داسې حال کې د خپل پوځي طاقت مانورونه پیل کړي، چې د اسرایلو په بریدونو کې یې هوایې دفاعي سیستم او اټومي تاسیسات زیانمن شوي وو.
د راپورونو له مخې، دا ایراني ځواکونه دا مهال په بندر عباس، عمان خلیج، د هند په اقیانوس او سره سمندر کې خپلې ګزمې ترسره کوي.
باید وویل شي چې ایران تر دې مهاله لږ تر لږه ۱۸ زره سمندري ځواکونه لري؛ خو له اسرایل سره یې د تېرې جون میاشتې نښته کې له هر ډول لویې حملې کولو ډډه وکړه.




