کابل (کوه نور، ۱۹ سنبله ۱۴۰۴): د امریکایې خپرونې خبریال د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ایران او د اټومي انرژۍ اداره پخپلو منځو کې سره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
د اېسنا د راپور پر اساس، د امریکایي خپرونې وال سټریټ ژورنال خبریال، لارنس نورمن د سه شنبې په ورځ ویلي، چې ایران او د اټومي انرژۍ اداره خپلو منځونو کې سره یوې نوې هوکړې ته رسېدلي دي.
نورمن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ایران او اټومي انرژۍ ادارې ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو خبر یې ترلاسه کړی دی.
نوموړي زياته کړې، دا هوکړه د سنپبک "snapback"په بهير کې مهم اغېز لرلای شي؛ خو دا هوکړه يوازې نه شي کولی د ماشه مېکانېزم موده وغځوي.
د هغه پر وینا، د دې موضوع په اړه د اروپايې درې اړخيزو هېوادونو او امريکا پرېکړې ته جزئيات ډېر مهم دي.
بل پلو لا تر دې دمه ایران یا هم د اټومي انرژۍ چارواکو د نورمن دا راپور نه دی تایئد کړی.
نورمن په داسې حال کې دا راپور ورکوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سه شنبې په ورځ د مصري چارواکو سره د لیدو او د اټومي انرژۍ له ریئس سره د سلا مشورو په موخه قاهرې ته ورسېد.




