کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران نن سهار پر سعودي، کوېټ او بحرین ډرون بریدونه کړي

د ایران له لوري د خلیج په ځینو هېوادونو د بریدونو په دوام، سعودي عربستان، کوېټ او بحرین  ویلي، ځینې سیمې یې د ایراني ډرونونو له لوري په نښه شوې دي.د سعودي دفاع وزارت ویلي، شپږ ډرونونه چې د ریاض ختیځ ته الوتل، د دوی له لوري له منځه وړل شوي دي.په ورته وخت کې د کوېټ دفاع وزارت ویلي، ایراني ډرونونو ددغه هېواد د نړیوال…

2026-03-08 03:57 241۱ دقیقې لوستل
ایران نن سهار پر سعودي، کوېټ او بحرین ډرون بریدونه کړي


د ایران له لوري د خلیج په ځینو هېوادونو د بریدونو په دوام، سعودي عربستان، کوېټ او بحرین  ویلي، ځینې سیمې یې د ایراني ډرونونو له لوري په نښه شوې دي.
د سعودي دفاع وزارت ویلي، شپږ ډرونونه چې د ریاض ختیځ ته الوتل، د دوی له لوري له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د کوېټ دفاع وزارت ویلي، ایراني ډرونونو ددغه هېواد د نړیوال هوايي ډګر د تېلو زېرمې په نښه کړي دي.
بل لور ته، د بحرین  کورنیو چارو وزارت ویلي ،چې ایران د سلمان بندر ته نږدې ځینې بنسټونه په نښه کړي او د اور د مهارولو هڅې روانې دي.
 وروسته له هغې چې امریکا او اسرا... پر ایران ګډ پوځي بریدونه ترسره کړل دغه هېواد پر هغو عربي هېوادونو بریدونه زیات کړي چې د امریکا پوځي اډې پکې شتون لري.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب