کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران: نه د سمندري قوانینو د تړون غړي يو او نه د دغه قانون پابندي کوو

ملګرو ملتونو کې د ايران دايمي استازولي ويلي، چې تهران د ۱۹۸۲ کال د سمندرونو د قانون په اړه د ملګرو ملتونو تړون غړی نه دی، نو ځکه د دې تړون قوانين پر ځان نه مني. دغه استازولۍ پر اېکس ليکلي، چې ایران د یوه مهم ساحلي هېواد په توګه قانوني واک لري او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مقابلې او د دې د مخنیوي لپاره لازم او متناسب…

2026-04-29 08:34 81۱ دقیقې لوستل
ایران: نه د سمندري قوانینو د تړون غړي يو او نه د دغه قانون پابندي کوو

ملګرو ملتونو کې د ايران دايمي استازولي ويلي، چې تهران د ۱۹۸۲ کال د سمندرونو د قانون په اړه د ملګرو ملتونو تړون غړی نه دی، نو ځکه د دې تړون قوانين پر ځان نه مني.

دغه استازولۍ پر اېکس ليکلي، چې ایران د یوه مهم ساحلي هېواد په توګه قانوني واک لري او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مقابلې او د دې د مخنیوي لپاره لازم او متناسب اقدامات وکړي، ترڅو د هرمز تنګي څخه دښمن د پوځي موخو لپاره استفاده ونه کړي.

دغه دفتر زياته کړې، چې ایران په دغه تنګي کې د مناسبو اقداماتو د کولو حق خوندي ساتي، او خبرداری یې ورکړی چې په سیمه کې تلپاتې ثبات د ایران پر ضد د تېري په پای ته رسېدو پورې تړلی دی.

د سرچینې په وینا امریکا د سمندري تګ - راتګ ګډوډۍ رامنځته کوي، چې واشنګټن د غیرقانوني کړنو له لارې نړیوال سمندري امنیت له خطر سره مخ کوي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب