کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو د امریکا اته الوتکی راغورځولې دي

د ايران سپاه ځواکونو ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د امريکا دوه جنګي جیټانو په شمول اته الوتکې غورځولې دي. سپاه همداراز ويلي، چې په دغو الوتکو کې یوه F-15 او یوه F-16 جنګي الوتکه، دوه A-10 پرمختللې الوتکې، دوه چورلکې او همداراز دوه د KC-135 سون‌توکو رسوونکې الوتکې شاملې دي. ايران دا الوتکې په داسې حال کې راغور…

2026-04-04 03:22 601۱ دقیقې لوستل
ایران: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو د امریکا اته الوتکی راغورځولې دي

د ايران سپاه ځواکونو ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د امريکا دوه جنګي جیټانو په شمول اته الوتکې غورځولې دي.

سپاه همداراز ويلي، چې په دغو الوتکو کې یوه F-15 او یوه F-16 جنګي الوتکه، دوه A-10 پرمختللې الوتکې، دوه چورلکې او همداراز دوه د KC-135 سون‌توکو رسوونکې الوتکې شاملې دي.

ايران دا الوتکې په داسې حال کې راغورځولې دي، څو ورځې وړاندې ټرمپ ويلي وو، چې د ایران دفاعي سيستم یې له منځه وړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب