د ایران د بهرنیو وګړو او د کډوااو چارو مرکز ریئس خبر ورکړی چې په ایران کې د سرشمېرنې پاڼو له لغوه کېدلو سره څه د پاسه څلور میلیونه افغانان په یاد هېواد کې غیر قانوني یاد شوي او ورته د چنګاښ میاشتې تر ۱۵ تاریخ وخت ورکول شوی چې له یاد هېواده ووځي.
ایرنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو ریئس نادر یار احمدي له قوله ویلي چې یاد هېواد کې ګڼ شمېر افغانان له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي چې د کډوالو لویه برخه یې جوړه کړې ده او دا مهال په ایران کې شپږ میلیونه او ۱۰۰ افغانان ژوند کوي.
د دغه اژانس لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر کال يې په یاد هېواد کې د غیر قانوني افغان کډوالو شمېر دوه میلیونه او ۱۰۰ زره اعلان کړی و او ویلي و چې په یاد هېواد کې د دوه میلیونه افغان کډوالو اسنادو د تېر کال د کب میاشتې تر ۳۰ تاریخه اعتبار درلود او له تېر کال را په دېخوا یې د سر شمېرنې پاڼې نورې د اعتبار وړ نه دي.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې په تازه سرشمېرنو کې څلور میلیونه او ۱۰۰ تنه نا قانونه افغان کډوال په ایران کې نور هم اضافه شوي دي.
د احمدي پر وینا ایران کې له هغه شپږ ډوله خلکو پرته چې یاد هېواد کې د لنډمهالي کار کولو حق لري د نورو ټولو د سر شمېرنې رایې باطلبې شوي او دغه ډله ټول غیر قانوني افغانان کولای شي یاد هېواد پرېږدي.
نوموړي همداراز ویلي هغه افغان محصلین چې پاسپورټونه لري پاسپورټونه به یې بیا تمدید شي او د دوی د درسونو په جریان کې به ستونزه نه پیدا کېږي.
د یادونې وړ ده چې سرپرست حکومت تر اوسه د ایران د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویېلي.




