کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ایران: که امریکا جګړه ډېره کړي؛ سیمه ورته دوزخ جوړو

 د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه امریکا او اسرائیلو ته ګواښ کړی که تاوتریخوالی ډېر شي؛ نو سیمه به ددغو هېوادونو لپاره په دوزخ بدله کړي. ددغې قرارګاه قومندان علي عبدالهي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو یرغلګر او جګړه غوښتونکی ولسمشر یاد کړی او د دوی د هېواد پر زیربناوو د برید ګواښ یې يو احمقانه ګام بللی دی…

2026-04-04 23:28 305۱ دقیقې لوستل
ایران: که امریکا جګړه ډېره کړي؛ سیمه ورته دوزخ جوړو

 د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه امریکا او اسرائیلو ته ګواښ کړی که تاوتریخوالی ډېر شي؛ نو سیمه به ددغو هېوادونو لپاره په دوزخ بدله کړي.

ددغې قرارګاه قومندان علي عبدالهي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو یرغلګر او جګړه غوښتونکی ولسمشر یاد کړی او د دوی د هېواد پر زیربناوو د برید ګواښ یې يو احمقانه ګام بللی دی.

هغه ویلي، که امریکا د ایران پر زیربناوو برید وکړي؛ نو له دوی به د امریکا او اسراییلو کارېدونکې زیربناوو خوندي پاتې نه شي.

 دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ایران ته ٤٨ ساعته وخت ورکړی، څو هرمز تنګی پرانېزي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب