ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په تهران کې د سترې محکمې ودانۍ ته نږدې د ډزو په پېښه کې دوه قاضیان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
د راپورونو له مخې دغه دوه قاضیان محمد مقیسه او علي رازیني نومېدل چې د دغه هېواد لوړ پوړي قاضیان وو.
د ایران دولت اړوند فارس خبري اژانس دغه برید تایید کړی او خبر یې ورکړی چې ددغه برید هدف دغه درې قاضیان وو.
د یاد هیواد د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې، بریدګر وروسته له برید کولو ځانوژنه کړې او لا یې هم هویت نه دی څرګند.




